کورپاڼه / جالب / کاناډایي میرمنې په څلور بولي د سل میترو په ځغاسته کې ریکارډ جوړ کړ

کاناډایي میرمنې په څلور بولي د سل میترو په ځغاسته کې ریکارډ جوړ کړ

د کاناډا یوې اوسېدونکې په دوه ویشت ثانیو کې د لاسونو او پښو په مرسته (په څلوري) سل میتره منډه ووهله او د نړیوال ریکارډ جوړولو ادعا یې وکړه.

د کاناډایي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې، اته دیرش کلنې جولي ایم سي کینن، دغه ریکارډ د (ګریټر ورنن ایتیلیټس) په پارک کې جوړ کړ.

راپور زیاتوي چې هغې د لاسونو او پښو په مرسته، چې په عام ډول یې څلور بولي ګڼو، منډه ووهله او د سل میترو فاصله یې په ۲۲.۹۹ ثانیو کې ووهله. دغه ریکارډ د ګنیز په کتاب کې په ۲۵ ثانیو سره ثبت دی.

راپور مخکې وایي چې، جولي له تېرو دریو کلونو راهیسې په دې ډول سره د منډې وهلو تمرین کوي. هغه وایي چې له دیرش کلنۍ وروسته کله چې یې دریم اولاد وزېږد نو تر ډېره متحرکه شوه.

دغه راز هغه وایي چې له هغه جاپانۍ میرمنې، چې کینیچي ایټو نومېږي او په ۲۰۱۵ کال یې نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی، اغېزمنه ده.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …