کورپاڼه / روغتيا / د خشخاش یا کوکنارو دانې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د خشخاش یا کوکنارو دانې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

خشخاش یا د کوکنارو دانه پخپل جوړښت کې میګنیزیم، میګنیز، ایوډین، زنک، تیامین، فولیټ، کلسیم، اوسپنه، فاسفورس، اومیګا تري فیټي اسید او د فایبرو په څېر روغتیا بخښونکې توکي لري.

خشخاش په عموم کې دوه ډوله وي، یو ډول یې سپین او بل ډول یې تور وي، چې په عموم کې یې سپین رنګه دانې ډېرې استعمالېږي. خو دا چې ددې استعمال څومره ګټور دی، دلته به یې ولولو:

خوب: که چېرته د خشخاش او هندواڼې زړي میده کړل شي او له خوی وړاندې یوه کاچوغه په شېدو کې واچول شي او وڅښل شي، نو د یوه ښه خوب لامل به وګرځي.

وزن: خشخاش د ښې روغتیا لپاره یوه غوره خزانه ګڼل کېږي او په استعمال سره یې وزن کمښت مومي. ددې لامل دادی چې خشخاش د اومیګا تري فیټي اسیدو لرونکې وي، چې د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي.

د سر او بندونو درد: که چېرته خشخاش مېده کړل شي او اوبه پکې واچول شي او بیا په تندي پورې کړل شي، نو د سر هغه درد به له منځه یوسي چې د ګرمۍ په سبب وي. دغه راز که چېرته یې د بندونو په درد کې له تېلو ګټه واخیستل شي نو ګټور به تمام شي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …