کورپاڼه / جالب / په امریکا یو ماهي نېونکې ترټولو ډېر وزن لرونکی ماهي نېولی او ریکارډ یې جوړ کړی

په امریکا یو ماهي نېونکې ترټولو ډېر وزن لرونکی ماهي نېولی او ریکارډ یې جوړ کړی

د امریکا په میسوري ایالت کې یو ماهي نېونکې، له سل پونډو څخه د ډېر وزن لرونکی ماهي په نېولو سره خلک حیران کړي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د میسوري د کنسرویشن ادارې وایي، چې د میټ نیولیتګ په نوم یو ماهي نېونکي یو سلو، پنځه ویشته پونډه او پنځه اونسه ماهي ښکار کړی دی.

یاده اداره وایي چې دغه شخص ماهي له کمان سره ښکار کړی او نېولی دی او په دې سره هغه ډېر وزن لرونکی ماهي نېولی او ریکارډ یې جوړ کړی.

میټ نیولینګ وایي، چې له خپل ملګري سره یوځای ښکار ته ووت، چې بیا یو ماهي ولېده او دواړو هغه په نښه کړو او د نوموړي نښه په سم ځای ولګېده او ماهي یې ونېوه.

هغه زیاتوي چې د ماهي له ښکار کولو یې تمه نه لرله چې په دومره اندازه غټ ماهي به ونیسي، ځکه چې هغه تر اوسه پورې دومره غټ ماهي نه دی لېدلی.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …