کورپاڼه / روغتيا / د اوړو اغږلو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

د اوړو اغږلو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

ډوډۍ، یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه ده چې تقریباً په ورځني ډول په هر کور کې پخېږي او ددې لپاره له هر څه وړاندې اوړه اغږل کېږي.

که څه هم اوړه اغږل د ښځو لپاره ستړی کوونکی کار دی، خو ډېرې ګټې هم لري چې دلته به ترې یادونه وکړو:

د اوړو په اغږلو سره د ملا په درد کې کموالی راځي او لامل یې دادی چې د اوړو اغږلو پرمهال زموږ بدن حرکت کوي، چې د ملا تېر هم متحرک کوي او په دې سره د ملا درد کمښت مومي.

کله چې اوږه اغږو نو د وینې شریانونو مو پرانیستل کېږي او د وینې لوړ فشار کنترول مومي او د وینې حرکت اسانه کېږي. دغه راز د میرمنو لپاره ځکه ګټور وي چې د میاشتني ناروغۍ درد یې هم کموي.

کله چې اوړه اغږئ نو له ځان سره اوبه هم کېږدئ او له لږ ـ لږ ځنډ وروسته یې په اوړو کې اچوئ، که چېرته په دې حالت کې یو څه غړپه وڅښئ، نو د تشو متیازو سوخت به مو ختم شي او د مثانې له کمزورۍ به خوندي پاتې شئ.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …