کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اردوغان: ترکیه د ناقانونه افغان کډوالو کاروان سرای نه ده، نه یې پرېږدو

اردوغان: ترکیه د ناقانونه افغان کډوالو کاروان سرای نه ده، نه یې پرېږدو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې هغه افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي، چې په ناقانونه توګه یاد هیواد ته ځي او پر وینا یې ترکیه څه کاروان سرای نه ده.

نوموړي پخپلو خبرو کې ویلي، چې اوسمهال یې په هیواد کې تر څلور میلونو پورې سوریایي کډوال اوسېږي، چې په دې کې ډېر شمېر یې مسلکي کسان هم دي.

اردوغان زیاتوي چې ددې هر څه سربېره د افغان کډوالو په اړه وضیعت توپیر لري او نه شي کولی چې پخپله خاوره کې هغه افغان کډوالو ته ځای ورکړي، چې په ناقانونه توګه ورځي.

هغه دغه راز دا هم ویلي، چې د افغانستان له حالاتو اګاه دی او د خلکو د ستونزو څخه خبر شوی دی او زیاته کړې یې ده، چې هڅه کوي ترڅو د سولې په تړاو له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اردوغان سره تلیفوني خبرې هم کړي او اردوغان ډاډ ورکړی چې ترکیه د افغان ولس ترڅنګ ولاړه ده.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …