کورپاڼه / خبرونه / سويلې افريقا عمران طاهر ته په لوبډله کې د لوبېدو چانس ور نه کړ

سويلې افريقا عمران طاهر ته په لوبډله کې د لوبېدو چانس ور نه کړ

د راتلونکې سپټمبر مياشت کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته ځي او دغلته د دې هېواد له ملي لوبډلې سره شل اوریزه او يوه ورځنۍ لوبې کوي.

د افريقا کرکټ بورډ نن د دواړو فارمټونو لپاره اتلس او شل کسېزه لوبډلې اعلان کړې، چي عمران طاهر، کريس موريس، فاف ډوپليسيس او ځينو نورو لوبغاړو ته په لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.

عمران طاهر له ۲۰۱۹م کال مارچ، فاف ډوپليسيس د ۲۰۲۰م له ډسمبر او کريس موریس د ۲۰۱۹م د جولای را وروسته د سويلي افريقا لپاره نړيوال کرکټ لوبې نه دې ترسره کړې.

شل اوریزه لوبډله:

ټمبا بوما، قوينټن ډيکاک، بجورن فورټوين، ریزا هينډريکس، هينريک کلاسن، جورج لينډي، کيشوا مهراج، ايډن مارکرام، ډيويډ ميلر، ويان مولډر، لونګي نيګېډي، انريک نورکي، ډوين پيټوريس، کګيسو رباډا، تبريز شمسي، راسي ډاوسن، ريزاډ ويليمز، سيسانډا مګالا، بيورن هينډريکس.

يوه ورځنيو لوبو لوبډله:

ټمبا بوما، جنيمن مالان، بيجورن هينډريکس، ریزا هينډريکس، هينريک کلاسن، کيشوا مهراج، ايډن مارکرام، ويان مولډر، لونګي نيګېډي، انريک نورکې، کګيسو رباډا، تبريز شمسي، راسي ډاوسن، ليزاډ ويليمز، بيورن هينډريکس، انډيل پهيلکوايو،جيورج لينډي،کيلی ويرني.

د سويلي افريقا اوسنی شل اوریزه لوبيز سفر سریلانکا ته، تر نړيوال جام پورې وروستی ښکاري، چې له دې سيريز وروسته نيدرلينډ سره يواځې درې يوه ورځنۍ لوبې سپټمبر مياشت کې لري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …