کورپاڼه / خبرونه / افتاب عالم: زما د ښایسته وطن ښکلي وګړي هم د نورې نړۍ د وګړو په څېر د ارامه ژوند حق لري

افتاب عالم: زما د ښایسته وطن ښکلي وګړي هم د نورې نړۍ د وګړو په څېر د ارامه ژوند حق لري

د افغان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ افتاب عالم، هم په نړیوالو غږ کړی او افغان ولس ته یې د سولې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې زموږ د وطن وګړي هم د آرامه ژوند کولو حق لري.

افتاب عالم پخپل فیسبوکپاڼه په هېواد کې د روان حالت په اړه د زړه له درده غږېدلی او ویلي یې دي، چې هېواد او مظلوم ولس مو د څلورو لسیزو راهیسې د اور په لمبو کې سوځېږي.

هغه پر نړیوالو غږ کړی چې:((زما د ښایسته وطن ښکلي وګړي د نورې نړۍ د وګړو په څېر د ارام او سکون څخه برخمن ژوند حق لري.))

او زیاته کړې یې ده چې:((مونږ د نړۍ هیوادونو په مشرانو غږ کوو چې د افغانستان د سولې لپاره د زړه له تله همکاري وکړي او هغه هیوادونه او اشخاص چې زمونږ وطن کې امن نه غواړي باید ټوله دنیا ته وښودل شي او اړیکې ورسره پرې شي.))

د نوموړي پر وینا، چې په هر ډول حالاتو کې، هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او د ولس ترڅنګ به ولاړ وي. دغه راز د سوله او ثبات غوښتنه یې کړې ده او دعا یې کړې، هر څوک چې په دې مظلوم ولس په وینو سوداګري کوي، بده ورځ دې یې په برخه او ذلیله او شرمېده یې کړې.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …