کورپاڼه / جالب / هغه میرمن چې د برګر لپاره یې خوله ډېره خلاصه کړې وه، ژامه یې ماته شوه

هغه میرمن چې د برګر لپاره یې خوله ډېره خلاصه کړې وه، ژامه یې ماته شوه

د بریتانیې یوې څلور دیرش کلنې میرمنې د امریکا د خوراکي توکو د یو مشهور شرکت (کی ایف سي) د یو غټ برګر د خوړلو هڅه کوله، خو له ستونزو سره مخ شوه.

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د هولي سټیونز په نوم یوې میرمنې څلور کاله وړاندې د یوه غټ برګر د خوړلو هڅه کوله او خوله یې ورته دومره وازه کړه، چې کیڼ اړخ ژامه یې ماته شوه او روغتون ته یوړل شوه.

هولي وایي چې په دې سره یې ژوند له یو لورې تباه شوی. یو عام انسان کولی شي خپله خوله تر ۳۵ ملي میترو پورې پرانېزي، خو له درملنې وروسته ایله تر ۱۳ ملي میترو پورې یې خلاصولی شي.

هغه زیاتوي چې په دې پېښې په سبب ډېره زیاته خفه ده او ویلي یي دي، که چېرته کوم بل څوک تر دې اندازې خوله خلاصه کړي نو هغه به هم دا ډول ستونزو سره مخ شي.

هولي مخکې وایي چې د برګر له خوړلو وړاندې یې هیڅ ستونزه هم نه لرله او کومه روغتیایي ستونزه یې هم نه درلوده، خو کله چې یې د خوراک پرمهال خوله ډېره پرانیسته او په سبب یې ژامه اغېزمنه شوه.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …