کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي سینما هغه مشهور اداکار، چې په الوتکه کې یې یوازې سفر وکړ

د هندي سینما هغه مشهور اداکار، چې په الوتکه کې یې یوازې سفر وکړ

د هندي سینما یا د بالیووډ مخکښ اداکار آر مداون، هغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، کومه کې چې هغه یوازې په الوتکه کې ناست وي او سفر کوي.

له تېرو څو ورځو راهیسې پر انستاګرام ځینې ویډیوګانې خپرېږي، په کوم کې چې د الوتکې د داخلې منظرو ترڅنګ د هوایي ډګر منظرې هم لېدل کېږي او ویل کېږي چې دغه مسافر یوازې په الوتکه کې سفر کوي او په هوایي ډګر هم بل مسافر نه و.

د ویډیوګانو ځانګړتیا داده چې د مداون له لورې ترسره شوې او په پرلپسې ډول کومنټري هم کوي، چې له خپلې هره شېبې څخه خلک خبروي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې هم ترې خوند اخلي.

هغه دغه سفر د خپل ژوند ځانګړی تجربه ګڼلې او ویلي یې دي چې دا ویډیو د روان کال د جولایۍ د ۲۶مې نیټې ده. یعنې کله چې د کورونا په سبب په الوتنو بندیزونه پورې شوي ول.

مداون د خپل شوټنګ لپاره دوبۍ ته تلو. هغه ویلي که څه هم دغه سفر راته په زړه پوری و، خو ترڅنګ یو څه خواشینونکی هم و.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …