کورپاڼه / روغتيا / هغه تېروتنې چې د وزن کمولو پرمهال یې ترسره کوو

هغه تېروتنې چې د وزن کمولو پرمهال یې ترسره کوو

ډېر شمېر خلک د وزن کمولو لپاره ډېره هڅې او خوارۍ کوي، له سخت غذایي رژیم څخه کار اخلي، خو بیاهم د وزن په کمولو ناکامېږي، چې ترټولو لوی لامل یې ځینې تېروتنې کول دی، چې دلته به ترې یادونه وکړو.

که چېرته تاسې یو له هغه کسانو څخه یئ، چې په دې باوري یئ چې لږ خوراک به مو وزن کړي، نو باید پوه شئ چې تېروتنه کوئ. د لږې کالورۍ لرونکې خواړه به مو د لږ وخت لپاره وزن کم کړي، خو له لږې مودې وروسته به یې بیا پایلې منفي وي.

کله چې تاسې لږ خوراک کوئ نو دماغ فکر کوي چې موږ په څه ستونزه کې یو او د بدن مختلف سیستمونه کمزوري کوي. چې دغه عمل د کالورۍ له سوځولو پرته د میتابولیزم او د وینې فشار سیستم د متوازن ساتلو لپاره ډېر مهم وي، خو کله چې په دې عملونو کې خرابي راځي نو وزن ورسره ډېرېږي.

دغه راز که چې له خپلو خوراکي توکو ځینې ځانګړي خواړه وباسو، نو دا مو هم تېروتنه ده، که چېرته کوم ځانګړي غذایي توکي لکه پروټین، کارب او غوړ له خپل خوراک لېرې نو د چاغښت لامل مو کېږي. بل ستونزه داده چې موږ د وزن کمولو لپاره ډېر زیات ورزش کوو، چې دا مو د وزن په کمولو کې دومره رول نه لوبوي.

که چېرته تر ډېره ناسته یو او متحرک نه یو نو دا عادت مو هم د وزن په کمولو کې ستونزې راولاړوي او برعکس لا مو وزن ډېروي او که چېرته بشپړ خوب نه کوو، نو میتابولیزم کمزوری کېږي او د وزن کمولو ستونزه مو نه هوارېږي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …