کورپاڼه / جالب / ولې ډېری ماشومان د خوب پرمهال خاندي؟

ولې ډېری ماشومان د خوب پرمهال خاندي؟

ډېر به مو لېدلي وي چې کوچني ماشومان ډېر عجیب حرکتونه ترسره کوي، چې په عام ډول مستي بولو. خو آیا کله مو خپل کوچني ماشومان د خوب پرمهال په مسکا یا خندا لېدلي دي؟

که چېرته مو ځواب (هو) وي، نو آیا پوهېږئ چې علت یې څه دی؟ له نوو څېړنو څخه موندل شوې چې کوچني ماشومان هغه وخت لا زېږېدلي هم نه وي، ډېر یې د مور په رحم کې خاندي.

دغه څېړنه پر ۵۰۰ امیندارو میرمنو ترسره شوې او  ۴D التراساونډ یې ترسره کړی او معلومه شوې چې په اوسط ډول هر ماشوم تر ۳.۲۱ ثانیو پورې خاندي.

دغه راز دا هم موندل شوې تر ۱۸ اوونیو پورې ماشوم د مور په رحم کې اشارې هم کوي او روغتیایي کارپوهان یې دغه اشارې د هغوی د ښې روغتیا لامل ګڼي.

څېړونکې وایي چې ماشوم د خبرې کولو لپاره کومه ذریعه نه لري، نو ځکه خو د خندا یا ژړا په مرسته هڅه کوي چې خپلې خبرې وکړي او دا مرحله له زېږون وروسته پېلېږي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …