کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان د سلسله عليخېل په ویډیو غبرګون ښکاره کړ
سلسله علیخیل

پاکستان د سلسله عليخېل په ویډیو غبرګون ښکاره کړ

د افغان سفیر لور چې په پاکستان کې تښتول شوې وه، اوس یې تازه په یوه ویډیو کې د دغه پېښې کیسه کړې ده، چې پاکستان هم ورته سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

سلسله عليخیل چې په خپل فیسبوک اکاونټ کې یې د دغه پېښې ویډیوګانې خپرې کړې دي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ورته غبرګون ښکاره کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي، چې د افغان سفیر لور وروستۍ ویډیوګانې د پاکستان پر ضد د رسنیز جنګ برخه دي او هغه هم په دې کې شامله ده.

هغه اخطار ورکړی دی، چې د پاکستان له بدنامۍ دې لاس واخلي، که نه وي دوی سره چې کوم ثبوتونه دي، هغه به خپاره کړي او د افغان سفیر لور به بدنامه کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغان سفیر د لور تښتولو پېښې وروسته افغانستان له پاکستان نه خپل سفیر راغوښتی دی، خو پاکستان وايي چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې او دا هر څه د پاکستان د بدنامۍ لپاره شوي دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …