کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر: زه د معاملې سړی نه یم، پروپاګند ته غوږ مه نیسئ
ولسمشر غني

ولسمشر: زه د معاملې سړی نه یم، پروپاګند ته غوږ مه نیسئ

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي دي، چې هغه د معاملې سړی نه دی او له هېوادوالو یې هیله کړې چې پروپاګندونو ته دې غوږ نه نیسي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د (هر ځوان یو سرتېری) سرلیک لاندې د ځوانانو نړیوالې ورځې نمانځنې په غونډه کې وویل،  نن تاسې د افغان ملت غږ چې الله اکبر دی، ووایه. ستاسې د دې غږ مفهوم په دې شرایطو کې زموږ د وطن، نظام او د ژوند د طریقې جمعي درک دی.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((الله اکبر زموږ د ملي یووالي شعار دی، پر خدای (ج) اتکا او زموږ د ملي ارادې مسیر ټاکي، پر بین المللي ټولنې د اتکا ورځې پایته رسېدلي او خپله افغانان تصمیم نیسي.))

ولسمشر دا هم وویل: ((د الله اکبر په نعره خپل ملي هویت او اسلامي ارزښتونه تمثیلوو، دښمن دې پر دې پوه شي چې موږ شاتګ نه کوو. هغه د ټکنالوژۍ د انکشاف سرعت ته په اشارې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې زموږ ځوانان د خاورې لپاره خپله ژمنتیا تازه کړي.))

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل: ((جمهوررئیس غني وویل، کاذب روایتونه وېره ایجادوي. دې پروپاګند ته چې ګویا معامله شوې غوږ مه نیسئ، ځکه زه د معاملې سړی نه یم، صادق روایت رامنځته شوی چې تاسې یې مخکښان  او له حاشیې متن ته راغلي یاست.))

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …