کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان: هی کاش! هر چارواکي مو د کرکټ اتلو لوبغاړو په څېر وطن ته ژمنتیا ښودلې وای
اصغر افغان

اصغر افغان: هی کاش! هر چارواکي مو د کرکټ اتلو لوبغاړو په څېر وطن ته ژمنتیا ښودلې وای

د صمیم عارف هغه څرګندونو ته چې د کرکټ د ملي لوبغاړو په اړه یې کړي دي، د نورو خلکو وروسته اوس د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي اصغر افغان هم غبرګون ښکاره کړی دی.

صمیم عارف په خپل یو پوسټ کې ویلي و: ((کرکټیانو ته افغانستان ډېر عزت ورکړ او د افغانستان له برکته ټول میلیونران شول، خو ځینو یې په دې سختو شېبو کې لکه د ګل خانې ملالې یوسفزۍ ګونګ پیغامونه لیکي او ځان تېر باسي. دا ماجر پدې عزت نه ارزېدل!))

د هغه دغه خبرو ته د نورو خلکو پرته اوس اصغر افغان هم غبرګون ښکاره کړی دی او لیکلي یې دي: ((مونږ هر لوبغاړي، له ځانه ګران خوږ هېواد ته تر خپلې وسې زیارونه ګاللي او په جګ سر مو دې مقدسې خاورې ته ستر ستر وياړونه راوړي دي او لا یې هم ځان پوروړی بولو.))

اصغر افغان په خپل فېسبوک کې همدا راز لیکي: ((هی کاش! هر چارواکي مو د کرکټ اتلو لوبغاړو په څېر دې وطن ته ژمنتیا ښودلې وای او په پوره صداقت او ایماندارۍ ی دا هېواد پاللی وای.))

د یادولو وړ ده چې د صمیم عارف دغه پوسټ ته د رییس احمدزي په ګډون ډېرو کسانو سخت غبرګون ښکاره کړی دی او لیکلي یې دي، چې د کرکټ لوبغاړو دې هېواد ته ډېرې اتلولۍ راوړي دي او د هېواد نوم یې ځلولی، خو چارواکو بیا یوازې هېواد لوټلی دی.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …