کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امریکا: له ولسمشر غني څخه مو د استعفا غوښتنه نه ده کړې
ولسمشر غني

امریکا: له ولسمشر غني څخه مو د استعفا غوښتنه نه ده کړې

د انډیپینډنټ ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او له هغه څخه یې غوښتي دي، چې د اوربند د ټینګښت او انتقالي دولت جوړېدو لپاره دې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي.

خو امریکا دا خبر رد کړی دی. دوی وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید اسټین له ولسمشر غنی سره ټیلیوني خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې واشینګټن د طالبانو پر ضد د افغانستان سره ولاړ دی او د افغانستان په امنیت او ثبات کې به برخه اخلي.

په راپور کې راغلي دي، چې دواړو وزیرانو ویلي دي چې واشینګټن اوس هم ژمن دی چې د افغانستان له حکومت سره خپل پیاوړي او دیپلوماتیک او امنیتي روابط وساتي.

دغه امریکايي چارواکو د ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی دی چې امریکا تراوسه هم د سیاسي لارې څخه د افغان ستونزې د هواري ملاتړ کوي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اوازې هم رد کړې دي چې ګوا کې امریکا د ولسمشر غني څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …