کورپاڼه / سياست او روانې چارې / چین د پاکستان کانټینرونه بېرته ډک واپس کړي دي، خو ولې؟
کانټینرونه

چین د پاکستان کانټینرونه بېرته ډک واپس کړي دي، خو ولې؟

د چین حکومت د پاکستان ډک کانټیرونه بېرته دغه هېواد ته واپس لېږلي دي او وايي، چې په ځینو کانټینرونو کې یې کورونا ویروس موندلی دی.

په دغه کانټینرونو کې بېلا بېل ډول وریژې او ماهیان ول، چې اوس د پاکستاني سوداګرو سره دا اندېښنه هم پېدا شوې ده، چې چین پرې بندېز ونه لګوي.

دوی وايي، چې دا لومړی ځل دی چې چین د دوی ډک کانټینرونه واپس کړي دي او دوی سره اوس اندېښنه پېدا شوې ده چې چین به پرې بندېز ولګوي.

د کبانو یو سوداګر وحید احمد رسنیو ته ویلي دي، چې دا هر څه د ډېرو ادارو له خوا تر کتلو وروسته چین ته ځي، خو لومړی ځل دی چې چین د دوی مالونه بېرته رالېږلي دي او وايي چې  کورونا ویروس پکې دی. اوس موږ مجبور یو چې دا کانټینرونه نورو هېوادونو ته ولېږو خو د چین د دې کار له امله له ډېر لوی تاوان سره مخ شو.

بلخوا پاکستاني سوداګرو حکومت ته ویلي دي، که چېرته له چین سره دا مسئله ژر تر ژره حل نه کړي او د دوی مال چین ته لاړ نه شي، نو دوی به له سختو تاوانونو سره مخ شي او خپل مالونه به هم بهر ته ونه لېږلی شي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …