کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امریکا په ۲۴ ساعتونو کې دننه افغانستان ته ۳ زره تازه دمي سرتېري رالېږي
امریکايي سرتیري

امریکا په ۲۴ ساعتونو کې دننه افغانستان ته ۳ زره تازه دمي سرتېري رالېږي

د امریکا حکومت یو ځل بیا افغانستان ته خپل تازه دمي سرتېري رالېږي او ویل کېږي چې دا ۳۰۰۰ سرتېري به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته راشي.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا ویل شوي دي، چې دا تازه دمي سرتيري به په کابل کې د امریکا د سفارت پرسونل به خوندي توګه امریکا ته ولېږي او همدا راز د هوايي ډګر امنیت به هم وساتي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت ډېری کارکوونکي بېرته لېږي او په ډېره کمه کچه به ډيپلوماټان دلته پرېږدي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د امریکا دا ۳۰۰۰ تازه دمي سرتېري به تر هغې پورې په کابل کې وي، چې تر څو د دوی پرسونل او د امریکايي ځواکونو افغان همکاران له کابل څخه ووځي، تر هغې پورې به د کابل هوايي ډګر امنیت هم دوی ساتي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د دفاع وزیر او بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …