کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امریکايي سناتور: د خلیلزاد ستراتیژي ناکامه وه باید استعفا ورکړي
زلمی خلیلزاد

امریکايي سناتور: د خلیلزاد ستراتیژي ناکامه وه باید استعفا ورکړي

امریکايي قانون جوړونکي مایک والټز ویلي دي، چې د افغان سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ستراتیژي ناکامه وه، نو باید چې هغه استعفا ورکړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، مایک والټز ویلي دي، چې زلمی خلیلزاد باید ځکه استعفا ورکړي، چې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د هغه ستراتیژي په بشپړه توګه ناکامه وه.

مایک والټز همدا راز دا غوښتنه هم کړې ده، چې په طالبانو او د پاکستان د پوځ په هغه چارواکو، چې د طالبانو ملاتړ کوي، دې بندېزونه ولګول شي

هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه روانه کړې ده. هغه په پاکستان سختې نیوکې کړې دي او د طالبانو ملاتړ هېواد یې بللی دی.

بلخوا مایک والټز د امریکا ولسمشر جو بایډن باندې هم نیوکې کړې دي او له افغانستان څخه د هغه د پوځیانو د ایستلو پرېکړه یې ناسمه بللې ده. هغه ویلي دي چې بایډن اوس هم کولی شي چې د افغانستان په تړاو په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راولي.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …