کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید د بېځایه شویو کورنیو د مرستې لپاره راوړاندې شوه
اریانا سعید

اریانا سعید د بېځایه شویو کورنیو د مرستې لپاره راوړاندې شوه

د افغانستان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید په هېواد کې د جنګونو له امله د بېځایه شویو کورنیو سره، چې په دې وروستیو کې یې ډېری کابل ته هم راغلي دي، د مرستو لپاره راوړاندې شوه.

نوموړې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره کړې ده او د دې تر څنګ په یو پوسټ کې یې په ټولو افغان سوداګرو او نورو شتمنو باندې غږ کړی دی، چې له دې خلکو سره دې مرسته وکړي.

اریانا سعید همدا راز دا هم ویلي دي، چې د خپل برانډ (اریانا سعید برانډ) د ۲۰ سلنه پېسې به د بېځایه شویو افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړې کوي.

نوموړې خلکو ته دا هم ویلي دي، چې په دې بېځایه شویو کې داسې کورنۍ هم شته، چې یوازې مېرمنې دي او اولادونه لري او کوم نارینه سرپرست نه لري، نو باید چې مرسته ورسره وشي.

د یادولو وړ ده چې له شمالي ولایتونو څخه ډېری کورنۍ کابل ته راکډوالې شوې دي، چې د کابل به پارکونو او نورو ځایونو کې د شنه اسمان لاندې ناستې دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …