کورپاڼه / روغتيا / مستې دفاعي سیستم، هضم، لوړ فشار او نور ته ګټورې وي

مستې دفاعي سیستم، هضم، لوړ فشار او نور ته ګټورې وي

مستې یو له هغه خوراکي توکو څخه دي، چې په نړۍ کې ترټولو ډېرې استعمالېږي او له همدې مستو څخه خوږې یا تروشې تروې هم لاسته راځي، چې د روغتیا او د بدن د سوړ ساتلو لپاره غوره مشروب دی.

خو دلته د یادونې وړ خبره داده چې ډېر شمېر خلک د مستو له ګټو ناخبره دي. که چېرته د مستو له ګټو خبر شو، نو حتماً به یې د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوو.

موږ ډېر وخت زیاته مالګه استعمالوو چې د زړه، ګردو او د وینې فشار په ناروغیو مو اخته کوي، خو دا چې د بدن مالګه کمه کړو، نو اړینه ده چې پوتاشیم استعمال کړو او په اته اونس کې ۶۰۰ ملي ګرامه پوتاشیم وي.

دغه راز که چېرته د هډوکو او بندونو له درد سره یئ، نو مستې ځکه ورته ګټورې وي، چې په جوړښت کې یې ویټامین ډي او کلسیم وي او که چېرته د هضم ستونزې لرئ، نو مستې یو ډول ګټور میکروبونه لري، چې په هضم کې مرسته کوي.

که چېرته ژر ـ ژر وږي کېږئ نو د مستو خوراک د لوږې په کنترول کې مرسته کوي، د بدن دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي، سپین کرویات ډېروي چې بیا د ناروغیو مخنیوی کوي او ترڅنګ د پوستکي او ویښتانو د ښکلا لپاره ډېرې ګټورې وي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …