کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د دویمې ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ ۲۷۶ منډې وکړې

هند د دویمې ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ ۲۷۶ منډې وکړې

د هند او انګستان ترمنځ د پنځه ټیسټ لوبو، په دویمه لوبه کې هند په لومړۍ ورځ د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۶ منډې وکړې، چې نن به هم خپلې توپوهنې ته ادامه ورکړي.

دغه لوبه، چې د انګلستان په کوربتوب په لارډز لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هند په لومړۍ ورځ په ټاکلو ۹۰ اورونو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۷۶ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې روهیت شرما ۸۳ او ویرات وهلي ۴۲ منډې وکړې. دغه راز راهول په ۱۲۷ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

د انګلستان له لورې په توپ اچونه کې جیمس اندرسن او روبینسن دواړه ښه توپ اچونه کړې، چې اندرسن د روهیت شرما او پوجاره او روبینسن بیا د کوهلي ویکټ ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټیسټ، چې په وروستۍ ورځ د اورښت له امله لوبه ونه شوه، بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …