کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان خپله لومړۍ پاڼۍ په ۲۱۷ منډو پای ته ورسوله

پاکستان خپله لومړۍ پاڼۍ په ۲۱۷ منډو پای ته ورسوله

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لوبلړۍ، په لومړۍ لوبه کې پاکستان خپله پاڼۍ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۱۷ منډو پای ته ورسوله.

دغه لوبه، چې د ویسټ انډیز په کوربتوب په جمیکا کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستان د ۷۰.۳ اورونو په لوبولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۱۷ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې فواد عالم ۵۶، فهیم اشرف ۴۴، بابر اعظم ۳۰ او محمد رضوان ۲۳ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز له لورې جیسن هولډر، کیمر روچ او جیډن سلیس ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې واړو درې-درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز کیلی میریس بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بلخوا د ورځې په وروستیو کې د ویسټ انډیز لوبډلې هم ۴ اورونو ولوبول، چې دوه منډې پکې ترسره کړې او دوه لوبغاړي، چې دواړه یې پاکستاني توپ اچونکې محمود عباس وسوځول، له لاسه ورکړل.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …