کورپاڼه / جالب / د لاس ګوتې او ورغوی مو پر روغتیا څه اغېزې لري؟

د لاس ګوتې او ورغوی مو پر روغتیا څه اغېزې لري؟

د لاسونو له پاسه ډېرې داسې نښې، نښانې شتون لري، چې په مرسته یې زموږ بدن او دماغو ته انرژي چمتو کېږي، نن ورځ په دې اړه د اړوندو پوهانو د نظریاتو په رڼا کې یو څو رازونه څرګند کړو.

د ریفلیکسالوژۍ یا د غبرګون پوهنې پر اساس د لاس د ګوتمۍ ګوته له سر درد او خپګان سره اړیکه لري، نو که چېرته په یاد حالت کې د ګوتمۍ ګوته د بل لاس په مرسته تر پنځه دقیقو پورې کلکه ونیسو، نو سر درد او فشار به مو کم شي.

د کوچنۍ ګوتې په زور کولو سره ستړیا، اضطراب او تشویش کنترولی شو، ددې لپاره تر پنځو دقیقو پورې خپله کوچنۍ ګوته مساج کړئ او د مساج پرمهال مثبت فکر وکړئ.

د لاس ورغوی له احساساتو او جذباتو سره تړاو لري، نو ددې لپاره چې احساسات مو کنترول وي، د لاس ورغوی وروـ ورو مساج کړئ، اوږدې ساه ګانې واخلئ. دغه راز که غواړئ تمرکز مو سم شي نو دواړه لاسه سره یوځای کړئ، ترڅو د وینې جریان مو سم شي.

د شهادت ګوته مو د عضلو درد، خپګان، وېره او د شرمندګۍ احساس کنترولوي او هغه کسان چې د ملا یا عضلو درد لري د شهادت ګوتې د ریفلیکس تراپۍ په مرسته یو څه ارامېږي، نو تر پنځو دقیقو خپله ګوته ټینګه ونیسئ.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …