کورپاڼه / خبرونه / طالبان: مهم ولایت کندهار، ستر ولایت هلمند، تاریخي ولایت هرات او ویاړلی ولایت بادغیس مو فتح کړل
طالبان

طالبان: مهم ولایت کندهار، ستر ولایت هلمند، تاریخي ولایت هرات او ویاړلی ولایت بادغیس مو فتح کړل

طالبانو د یوې اعلامیې له مخې د هېواد د مهمو ولایتونو د نېولو ادعا کړې او ویلي دي چې مهم ولایت کندهار، ستر ولایت هلمند، تاریخي ولایت هرات او ویاړلی ولایت بادغیس مو فتح کړل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي دي:((د اسلامي اماراتو لخوا د هغو پراخو او پرېکنده عملیاتو په ترڅ کې چې د هېواد په لر او بر کې یې د الله تعالی جل جلاله په نصرت او د خپل ځورېدلي خو میړني ملت په ملاتړ یې پیل کړي، له تېرې شپې راهیسې مهم ولایت کندهار، ستر ولایت هلمند، تاریخي ولایت هرات او ویاړلی ولایت بادغیس په ټولیزه توګه فتحه شول.))

هغه زیاته کړې:((چې په دې سره د ټولو هغو ولایتونو شمېر (۱۴) ته ورسېد، چې د اسد میاشتې له ۱۵تاریخ څخه تر نن ۲۳ پورې د اسلامي لخوا بشپړ فتحه او د دښمن له شتون څخه پاک شول.))

هغه دغه راز په پاتې ولایتونو کې په پرتو ځواکونو هم غږ کړی، چې بېځایه مقاومت دې نه کوي، ژوند دې په خطر کې نه اچوي، د هغوی له لورې ورته غېږه پرانیستې ده او اسلامي نظام ته دې زمینه برابره کړي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې جنګ، جګړو زور اخیستې او د هیواد ډېر سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي، خو په ورته وخت کې امریکایي او بریتانوي ځواکونو هم د بېرته راتګ اعلان وکړ.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …