کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / په سرعت کې مشهور توپ اچوونکی شپږڅلوېښت کلن شو

په سرعت کې مشهور توپ اچوونکی شپږڅلوېښت کلن شو

شعيب اختر، چې د پاکستان د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې په کال ۱۹۷۵ کي زېږېدلی، نن شپږ څلويښت کلن شو.

دغه پاکستاني لوبغاړي د کرکټ د نړۍ په توپ اچوونکو کې تر ټولو په تېز سرعت سره توپ اچونه د ريکارډ په توګه پرې ايښې ده، نوموړي په ۱۶۱.۳ سرعت سره توپ اچونه کړې ده.

شعيب د پاکستان لپاره له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې ۲۲۴ نړيوالې کرکټ لوبې ترسره کړي دي، چې ۴۶ ټيسټ، ۱۶۳ يوه ورځنۍ او ۱۵ سيالۍ ورپکښې شل اوریزه دي.

اختر د خپل هېواد لپاره وروستۍ ټيسټ لوبه کال ۲۰۰۷ کې هند په وړاندي، وروستۍ يوه ورځنۍ او شل اوریزه د نيوزيلنډ په وړاندي په کال ۲۰۱۱ کې ترسره کړي دي.

په سرعت مشهور دغه پاکستاني لوبغاړي د خپل هيواد لپاره په ۲۲۴ لوبو کي ۴۴۴ ويکټي د نړيوال کرکټ په دريو فارمټونو کي اخيستې دې.

د کرکټ په نړۍ کې په تېز سرعت سره په ۱۶۱.۳ کې شعيب اختر، په ۱۶۱.۱ کي اسټرالوي بريټلي او شان ټايټ په ۱۶۰ سرعت سره بل اسټرالوي لوبغاړي جيف تومپسن توپ اچونه کړې ده.

نن د ۲۰۲۱ کال د اګست ديارلسمه نېټې د شعيب اختر د ژوند ۴۶ پاڼه واړوله او دغه لوبغاړی د ژوند اووه څلويښت کلنۍ په لور روان شو.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …