کورپاڼه / روغتيا / آیا د چغندر یا لبلبو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د چغندر یا لبلبو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

چغندر یو له هغه خوراکي توکو څخه دی، چې په عام ډول سره استعمالېږي او له سلاد څخه نېولې تر جوسو پورې ترې ګټه اخیستل کېږي. چغندر د فایبر، فولیټ، پوتاشیم، اوسپنې او اوسپنې په درلودلو دفاعي سیستم پیاوړی کوي او له ناروغیو خوندیتوب رامنځته کوي.

چغندر د نایټرک اکسایدو په درلودلو سره د وینې شریانونه خلاص ساتي او په دې سره عضلو ته ډېر اکسیجن رسېږي او د بدن انرژي او ځواک تر ډېره پورې ساتي. نو که چېرته د چغندر جوس وڅښو نو د بدن انرژي مو ډېروي.

دغه راز چغندر کولی شي چې دماغو ته هم ډېر اکسیجن برابر کړي او د سلاد او جوسو په ډول یې کارول ګټور وي. د فایبرو په لرلو سره چغندر د قبض مخنیوی کوي او د بواسیرو خطر کموي.

چغندر د غوره انټي اکسایدو لرونکې هم وي، چې د هغه آزادو راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي، چې په وینه کې حرکت کوي او له څېړنو څخه معلومه شوې چې د سرطاني ناروغیو پر وړاندې مقابله هم کولی شي.

بل لوري ته ډاکتران لارښوونه کوي چې امیندوارې میرمنې دې، چغندر وخوري، ځکه چې دغه خوراکي توکی د اوسپنې لرونکې وي او د وینې سره کرویات جوړوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …