کورپاڼه / خبرونه / سرچینې وايي اسماعيل خان د دوهم ځل لپاره د طالبانو له لوري ژوندی ونيول شو

سرچینې وايي اسماعيل خان د دوهم ځل لپاره د طالبانو له لوري ژوندی ونيول شو

یو شمېر رسنۍ او سرچینې وایي، چې هرات پخوانی وایي تورن اسماعیل خان طالبانو نېولی، چې په دې سره دا دوهم ځل شو چې هغه د طالبانو له لورې ژوندی نېولي.

د ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې تورن اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت ستر معین عبدالرحمن رحمان، د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د ملي امنیت رییس حسیب صدیقي او ګڼ نور چاروالي د طالبانو لخوا له دوو چورلکو سره نېول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې عکسونه هم لاس په لاس کېږي، چې تورن اسماعیل خان د طالبانو ترمنځ ښکاري او په یو عکس خو له هغه سره سیلفي طالبان سیلفي هم اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تورن اسماعیل څو ورځې وړاندې له طالبانو سره د مقاومت لپاره وسله راخیستې وه او هغوی یې دې ته اړ کړی ول، چې هرات ښار پرېږدي.

خو تېره ورځ طالبانو یو ځل د هرات ښار ته ور دننه شول او دغه تاریخي ښار یې ونېوه. دغه راز ددې ترڅنګ تېره شول د کندهار، هلمند او بادغیس ښارونه هم د طالبانو لاس ته ورغلل.

دا هم ولولئ

مهیلا جیوردنې د هند لوبډلې د مشر روزونکې په توګه د دندې وړاندیز نه دی منلی

د هند کرکټ ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي روي شاستري دنده له نړیوال شل …