کورپاڼه / هنر او کلتور / د پریټي زنټا هغه وړاندوینه چې فرحان اختر ور پورې خندلي ول

د پریټي زنټا هغه وړاندوینه چې فرحان اختر ور پورې خندلي ول

د هندي سینما مخکښې اداکارې پریټي زنټا د خپل یو فلم په اړه مثبته وړاندوینه کړې وه، چې فلم جوړونکې فرحان اختر جدي وانخیسته او ورته خندلي یې ول.

پریټي پر انستاګرام اکونټ یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې شل کاله وړاندې د (دل چاهتا هی) فلم د شوټنګ پر لومړنۍ ورځ مې فلم جوړونکې فرحان اختر ته وویل، چې دا فلم به ډېر بریالی وي، چې هغه په ځواب کې راته وخندل.

هغه زیاتوي چې د دومره مودې په تېرېدو زه ویاړ کوم چې ددې فلم برخه وم، له فلم څخه ډېرې خاطرې لرم او کله چې یې هم یادوم نو په څېره مو خندا خپره شي.

د یادولو وړ ده چې (دل چاهتا هی) په ۲۰۰۱ کال خپور شوی او دا د فرحان اختر په دایریکټرۍ کې لومړی جوړ شوی فلم دی او په دې فلم کې عامر خان، سیف علي خان او اکشی کهنه کار کړی دی.

فرحان اختر پر ټولنیزو رسنۍ اعلان کړی، چې (دل چاهتا هی) فلم یې شل کلن شو او غواړي چې نوی فلم (جي لی ذرا) هم ډېر ژر وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …