کورپاڼه / جالب / هغه ځوان چې له دندې ایستل شوی و، پر ټیک ټاک میلونر شو

هغه ځوان چې له دندې ایستل شوی و، پر ټیک ټاک میلونر شو

د خبانی لیم له نوم سره ښایي اشنا واوسئ، نوموړی پر ټیک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو د ویډیوګانو له جوړولو وروسته مشهور او میلونر شو.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، خباني لیم، چې یوویشت کاله عمر لري، د کورونا وایروس په سبب د رامنځته شوي بحران له امله له دندې لېرې کړی، چې بیا یې په کور کې ویډیو جوړونه پیل کړه.

هغه پخپلو ویډیوګانو کې د هغه ستونزمنو شیانو آسانه حل په ګوته کړی چې په ژوند کې ورسره مخ شوی او په زړه پورې یې دا چې خباني په ویډیو کې خبرې نه کوي بلکې د څېرې له اغېزو ویډیو کوي او په همدې سبب مشهور شوی هم دی.

د خباني دغه جدي اندازه د ډېرو خلکو په څېرو د مسکا د خپرېدو لامل کېږي او همدا سبب دی چې د نړۍ په کچه مینوال لري. هغه اوسمهال پر ټیک ټاک له سل میلونو زیات مینوال لري.

دغه راز پر انستاګرام هم په میلونونو مینوال لري. راپور وایي چې نوموړي پر ټیک ټاک تر اوسه پورې له ۱.۳ میلونه څخه تر ۲.۷ میلونه ډالر ګټلي دي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …