کورپاڼه / خبرونه / شان ټیټ: افغان لوبډله ښه ورو توپ اچونکې لري، خو زما هدف چټک توپ اچونکې دي

شان ټیټ: افغان لوبډله ښه ورو توپ اچونکې لري، خو زما هدف چټک توپ اچونکې دي

څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د استرالیا پخوانی تېز سرعته توپ اچونکی شان ټیټ یې د روزونکې په توګه ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ د راپور پر اساس ویل کېږي چې هغه به له پاکستان سره له لوبلړۍ وړاندې، چې ټاکل شوې د سپتمبر په لومړیو کې به ترسره شي، له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

په دې تړاو شان ټیټ ویلي دي، چې له څو میاشتو راهیسې یې د افغانستان له کرکټ سره خبرې روانې وي او پر وینا چې افغان لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې ځانګړي روزونکې ته اړتیا لرله.

هغه وایي د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکې د نړۍ غوره توپ اچونکې دي، زما کار له دوی سره نه دی، بلکې زما کار دادی چې چټک توپ اچونکې پیدا کړم او هیله یې ښودلې چې په دې برخه بریالی شي.

دغه راز هغه د نوین الحق یادونه کړې او زیاته یې کړې ده، چې افغان لوبډله دده په څېر توپ اچونکې لري او لکه څنګه چې هغه په کرابین او د انګستان په ویټالیټي بلاسټ لوبو کې ښه وځلیده؛ دا د افغان لوبډلې په چټک توپ اچونه کې ښه راتلونکې ته اشاره کوي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …