کورپاڼه / اسلام / د جمعې مبارکې ورځې فضلیتونه

د جمعې مبارکې ورځې فضلیتونه

د یو حدیث شریف ژباړه ده: هيڅ داسې څوک نشته چې د جمعې په ورځ غسل وکړي د وس مطابق نظافت او پاکي ته پاملرنه وکړي او په کور کې له تېلو او خوشبويۍ څخه استفاده ګټه پورته کړي.

یعنې عطر په بدن ووهي او بیا په داسې حال کې راووځي، چې له چاسره جنجال یا بد اخلاقي ونه کړي او بيا فرض لمونځ اداء کړي، د امام خبرو ته غوږ ونيسي، نو ددې سړي ګناهونو به له دې اوونۍ تر بلې اوونۍ پورې وبخښل شي.

دغه راز له ابي درداء څخه روايت دی، چې نبی کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې د سورت کهف لس لومړني آيتونه ياد کړل د دجال له فتنې به په امن شي.

د سورت الکهف په اړه یو روایت دی: چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ، دده کور څخه تر بيت العتيق پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر منځ به یې پر کور نور وي.بله دا چې د جمعې په ورځ ډیره دعا کول ځکه غوره وي، چې د جمعې په ورځ يو داسې ساعت دی چې په هغه ساعت کې د مسلمان دعا برابره شي قبليږي او دا ساعت نه دی معلوم چې ځنې علماء د جمعې د ورځې پای ماښام بولي او ځنې علماء د خطبې ورځ بولي.

دا هم ولولئ

هغه میرمنې چې دا ډول نښې، نښانې لري، هغه بابرکت وي او کور ته مینه او محبت راولي

حضرت عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي: په کومو ښځو …