کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د کرکټ ټولو فارمټونو لس غوره توپ اچوونکي

د کرکټ ټولو فارمټونو لس غوره توپ اچوونکي

دلته د کرکټ د نړۍ لس هغه لوبغاړي در پېژنو، چې په ټولو فارمټونو کې یې خپله ښه کارکردګي ښودلې ده او مينه وال يې خوښوي.

لسم نمبر:

هغه لوبغاړی چي د بنګلدیش لپاره په هر فارمټ کي لوبېدلی او د ټولو فارمټونو ښه توپ اچوونکی دی او اوس د کرکټ د نړيوالي شورا سره په يوه ورځنيو او شل اوریزه سیالیو کې د لومړي مقام لرونکی الراونډر دی، شکيب الحسن بنګلدیش دکرکټ په تاريخ کي تر ټولو زياتي ۵۹۴ ويکټې دغه هېواد ته ترلاسه کړي دي.

نهم نمبر:

هندی محمد شامي، د هند په کرکټ کې د اوسني عصر بهتره تېز توپ اچوونکی دی، چي د خپل هيواد لپاره يې په دريو واړو فارمټونو کي ۳۴۸ ويکټې ترلاسه کړي دي او اوس د کرکټ د نړيوالي شورا په ټيسټ فارمټ کې اتلسم مقام لري.

اتم نمبر:

شاهين شاه افريدی، کوم چې د نولس کلنو په آسيا جام او نړيوال جام کې يې پخپل آغېزناکه توپ سره ملي لوبډلې ته د ورتګ لار پرانيسته، آفریدی د پاکستان لپاره د کرکټ په اوسني دوران کې د ټولو فارمټونو بهترينه توپ اچوونکی دی، دغه لوبغاړی په ۷۵ لوبو کې پاکستان ته ۱۴۳ ويکټي ترلاسه کړي دي، دی د نورو فارمټونو په پرتله په يوه ورځنيو لوبو کې مخکې دی ديارلسم مقام لري.

اووم نمبر:

دا لوبغاړی د اسټراليا هيواد څخه دی د کرکټ په مشهوره ليګ ای پي ایل کي له لوبېدو سره يې خپل هيواد ته هم په هر فارمټ کي ښې لوبې ترسره کړي دي، جوش هزليووډ چې د اسټراليا لپاره ۱۱۸ نړيوالې لوبې ترسره کړي ۳۲۶ ويکټې ورپکښې لري، دی د نړيوالي شورا سره د ټيسټ څلورم او يوه ورځنيو لوبو دوهم مقام توپ اچوونکی دی.

شپږم نمبر:

د آسيا له زړه افغانستان څخه، هغه چې د افغانستان لپاره په توپ اچونه، نيونه او وهنه کې یو افسانوي لوبغاړی دی او نړۍ يې وړتيا حيرانه پاته ده. راشد خان ارمان هغه کرکټر دی چې د افغانستان په هر ډول حالاتو کې د کرکټ په ګټه کارولی دی، د ده په اړه ليکل زيات دي، د افغانستان لپاره يې۱۳۰ لوبې کړي دي او ۲۶۹ لوبغاړي سوځولي دي، يوه لوبه کي لس ځلې پنځه لوبغاړي سوځولي او اوس د نړيوالي شورا د شل اوریزه فارمټ دريم مقام توپ اچوونکی دی.

پنځم نمبر:

نيوزيلېنډی ټرينټ بولټ، دا دې هيواد لپاره يو هر اړخيز لوبغاړی دی چي وروسته له ۲۰۱۵ کال نړيوال جام څخه مسلسل د خپل هيواد لپاره لاس ته راوړني لري، دې لوبغاړي خپل هيواد ته ۲۰۰ لوبي کړې دې چي ۵۰۷ لوبغاړي يې د خپل اين سوينګ او اوټ سوينګ ښکار کړي دي، دی اوس د نړيوالي شورا سره د يوه ورځنيو لوبو اول مقام توپ اچوونکی دی.

څلورم نمبر:

ميچل سټارک د سوينګ باونسر او يارکر پاچا، اسټرالوی جيګ قد لرونکی سټارک په نړيوالو سياليو کي خپل هېواد ته ډيرې برياوي ور په برخه کړې دې، له ليګونو بيا تر نړيوالو سيريزونو او جامونو ټولو کې په ښه پرفامنس سره لوبي کوي، دی د اسټراليا په ګټه ۲۰۱ ځلي لوبېدلی چي ۵۰۱ لوبغاړي يې سوځولي، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ نړيوال جام مخکښه ويکټ اخيستونکی لوبغاړی دی، سټارک د نړيوالي شورا د يوه ورځنيو لوبو اتم مقام توپ اچوونکی دی.

دريم نمبر:

له صاوت افريقا هم داسي توپ اچوونکی سته چي د دې هيواد لپاره يې د کرکټ درې واړه فارمټونو کي د کرکټ مينه وال او مبصرين خپل کړي دي. کګيسو رباډا خپل هيواد ته په نړيوالو سياليو کي او ای پي ایل کي ډهلي لوبډلي ته برياوي ورکړي د يارکر توپونو ترسره کولو خاص مهارت لري، په ۱۵۸ نړيوالو لوبو ۴۲۴ ځلي د لوبغاړو په وړاندي بريالی شوی دی، دی شپږويشت کاله عمر لري او د يوه ورځنيو لوبو لسم مقام توپ اچوونکی دی.

دوهم نمبر:

د توپ اچوني پر وخت د خاص انداز لرونکی هندی لوبغاړی جسپريټ بومرا چي چينج آپ فيس، باونسر، سوينګ، او يارکر توپونه يې توپ وهوونکي په سختۍ سره لوبوې. دا لوبغاړی له ۲۰۱۳ کال وروسته په ای پي ایل ليګ کي د ممبی په ګټه له لوبېدو دا دی اوس ۱۱۷ نړيوالي لوبي کړي دي چي ۲۵۹ لوبغاړو ته يې ماته ورکړې ده، اوس په يوه ورځنيو لوبو کي اووم مقام توپ اچوونکی دی.

اول نمبر:

هغه لوبغاړی چي په هند کي په ډېرو پيسو رانيول سو، دی په ۲۰۲۰ کال کي د کلکتې لخوا په ۱۵.۵ کروړه پيسو واخيستل سو. پټ کيومنز چي په سوينګ کي خاص مهارت لري د خپل هېواد او هند کي د کلکتې لپاره بهترينه کرکټ کړی دی، کيومنز ۱۳۳ نړيوال کرکټ لوبي ترسره کړي دي چي ۳۱۲ لوبغاړي يې سوځولي او اوس د کرکټ نړيوالي شورا د ټيسټ لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کي اول مقام لري.

دا هغه لس توپ اچوونکي دي چي د خپل هيواد لپاره د کرکټ په هر فارمټ کې پخپل وخت سره ښه ثابت شوې دي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …