کورپاڼه / روغتيا / آیا د جوارو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د جوارو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

جوار، د غلو دانو له ډلې هغه فصل دی چې د ګرمۍ په موسم کې کرل کېږي او حاصل ورکوي. دغه راز جوار نه یوازې دا چې د انسان عمومي روغتیا ته ګټور دي، بلکې وزن هم کمولی شي.

جوار د هډوکو په پیاوړي کولو او پوستکي ته د ښکلا په ورکولو کې هم اغېزمن تمامېږي. څېړنې ښودلې چې په جوارو کې موجود غذایي مواد د پوستکي د ښکلا او صافوالي لامل کېږي.

لکه څنګه چې جوار پخپل جوړښت د پروټینو لرونکې دي، نو نه پرېږدي چې د مخ پوستکی مو زوړ او ګونځې شي. دغه راز په جوارو کې د ویټامین اي شتون ددې سبب کېږي، چې د مخ تور داغونه او دانې له منځه یوسي.

د جوارو په اوړو کې موجود منرالونه یعنې معدني مواد او امینو اسیدونه پوستکی تازه او نرم ساتي. په دې اوړو کې ویټامین اي هم شتون لري، چې په مرسته یې د مخ داغونه ختمېږي.

جوار په بېلابېلو بڼو سره پخېږي چې هره بڼه یې له حیرانوونکې روغتیایي ګټو لرونکې ده. دغه راز له جوار څخه په غذایي رژیم کې هم ګټه اخیستل کېږي او د وزن د کموالي لامل کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …