کورپاڼه / روغتيا / د ډېرو سړو اوبو څښلو تاوانونه څه کېدلی شي؟

د ډېرو سړو اوبو څښلو تاوانونه څه کېدلی شي؟

په مناسبه اندازه د اوبو څښل د بدن لپاره ډېر اړين دي. نو اړینه ده چې په ورځ کې له اتو تر لسو ګيلاسونو پورې اوبه وڅښو، په ځانګړي توګه ګرمۍ په ورځو کې باید ډېرې اوبه وڅښو، ځکه دا هغه موسم دی چې بدن د خولې له لارې ډېرې اوبه ضایع کوي.

خو دا باید په پام کې ولرو چې ډېرې سړې یا یخې اوبه څښل د روغتیا لپاره زیانمنې وي. ځکه چېرته سړې اوبه وڅښو نو ممکن د چاغښت لامل مو وګرځي یاهم د قبض او هضم ستونزې راولاړې کړي.

لکه څنګه چې سړې اوبه څښل د هضم سیستم ګډوډوي او په پایله کې ددې سبب کېږي چې پر قبض مو اخته کړي. دغه راز که چېرته سړې اوبه وڅښو د بدن تودوخه مو ګډوډېږي او اړوند سیستم اغېزمنوي.

که چېرته ډېرې اوبه وڅښو د زړه درزا مو اغېزمن کېږي، ممکن تر ډېره ټیټه شي او بدني فعالیتونه مو اغېزمن کړي او بله ستونزه داده که چېرته سړې اوبه وڅښو نو د ستونې ترڅنګ د سینې په ناروغیو به اخته شو.

بل لوري ته د ډېرو سړو شیانو خوړل په ځانګړي توګه د سړو اوبو څښل ددې لامل کېږي، چې موږ په سر دردۍ اخته کېږي، نو هڅه وکړئ چې ډېرې سړې اوبه ونه څښئ.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …