کورپاڼه / بېلا بېل / هغه چې د غټو مټو په سبب اندیښمن وي، په دې طریقه دې ځان سمارټ کړي

هغه چې د غټو مټو په سبب اندیښمن وي، په دې طریقه دې ځان سمارټ کړي

هسې خو چاغښت یوه لویه ناروغي ده او تر اوسه پورې په دې اړه هیله بخښونکی ځواب نشته چې ځینې کسان ولې چاغېږي؟ د انسان د چاغښت او وزن په اړه ډېرې څېړنې شوي او هر ځل په دې اړه نوی لامل څرګند شوی.

له څېړنو څخه ثابته شوې چې د بدن د ځینو برخو د چاغښت کمول آسانه نه وي، نو که چېرته فایبر او پروټین استعمال شي نو غیر ضروري لوږه ورسره کمېږي او وزن ورسره تر ډېره کمښت مومي.

دغه راز هغه غوښه چې وازده یې لږ وي او په لږو غوړو کې پخه شي، هګۍ، غلې او دال هضم ښه کوي او دروغجنه لوږه ختموي او په دې سره د بدن اضافي وزن کمېږي.

د وزن پورته کولو ورزش یو داسې ورزش دی چې په سمدستي ډول وزن نه کوي، خو که چېرته په پرلپسې ډول ترسره شي نو مټې به سمارټ شي او ددې لپاره اړینه چې په ځواک او دوامداره توګه ورزش وکړو.

دغه راز نور ورزشونه ترسره کول لکه منډه وهل، قدم وهنه، لامبو وهل، سینه کشي او نور د بدن لپاره ډېر ګټور وي. دغه ورزشونه بدن خوله کوي او د بدن غوړ وباسي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …