کورپاڼه / روغتيا / آیا د زړو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د زړو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

ډېر داسې کسان به مو لېدلي وي چې په ډېر شوق سره زړي خوري او دغه زړي هم ځانګړي نه وي بلکې د عامو خټکیو، د لمر ګلي یا کدو زړي وي.

د خټکي زړي په عام له وچولو وروسته، کله چې وچ شي نو مالګه پرې اچول کېږي، بیا چې کله مالګین شي نو د ژمي په موسم کې خوړل کېږي او د لمر ګلي زړي بیا له لمر ګلي څخه لاسته راځي.

د زړي ګټې تر ډېره حده حیرانوونکې ګټې لري او په مرسته یې نه یوازې بدن پیاوړتیا او ځواک مومي بلکې له بېلابېلو ناروغیو څخه مخنیوی هم رامنځته کوي. دغه زړي تر ډېره میګنیزیم لري چې د زړه د پیاوړتیا سبب کېږي.

دغه راز تر ډېره زنک هم لري چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې میرمنې باید لږ تر لږه اته ملي ګرامه زنک استعمال کړي، ترڅو تندرست او صحت واوسي.

د کدو زړي د غذایي توکو په لرلو سره د وینې جریان غوره کار کوي او د زړه فعالیتونه ورسره ښه کېږي او تېل یې د بندونو او عضلو د سوخت لپاره ډېر زیات ګټور ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …