کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاهرو خان د ژوند ترټولو سختې شېبې کومې وې؟

د شاهرو خان د ژوند ترټولو سختې شېبې کومې وې؟

د هندي سینما د رومانس فلمونو بادشاه شاهرو خان د خپل مور او پلار د مړینې په اړه وایي چې د ژوند ترټولو سختې شېبې یې د هغوی د مړینې شېبې وې.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې شاهرو خان په یوه مرکه کې ویلي، چې پنځلس کلنۍ کې پلار مړ شوی او په شپږویشت کلنۍ کې بیا مور مړه شوه.

هغه وایي چې د مور او پلار ناڅاپي مړینې ډېر زیات خوابدی کړی و. هغه زیاتوي چې له والدینو پرته کور به ځورواه، خو د هغوی له لاسه ورکولو درد، تکلیف او یوازیتوب نور هم پیاوړی کړ.

هغه وایي چې زما والدین په ناڅاپي ډول ومړل، ځکه زه پوهېدم چې مور مې سرطان ده او یوه نیمه میاشت وروسته مړه شوه او دا هر څه دومره ژر وشول چې زه بالکل نه پوهېدم چې څه وکړم.

هغه زیاتوي چې یوه شپه د والدینو قبر ته لاړ او په دې فکر کې شو چې یو څه وخت به له فلم څخه وقفه واخلم، خو وروسته مې حالت قابو کړ او اداکاري مې پیل کړه، ځکه ما نور کوم کار نه شو کولی.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …