کورپاڼه / خبرونه / هندي لوبغاړي د امريکا کرکټ ټيم کې د لوبېدو پرېکړه وکړه

هندي لوبغاړي د امريکا کرکټ ټيم کې د لوبېدو پرېکړه وکړه

انموکت چاند، چې د هند لپاره نهه کاله وړاندې ۲۰۱۲ کې د نولس کلنو نړيوال جام کې دې هيواد لپاره د لوبډلمشر په توګه لوبېدلی وو دغلته له کرکټ کولو لاس په سر شو.

هندي لوبغاړي چاند په دې موخه هند کې له کرکټ څخه لاس په سر شو، چې راتلونکې کې د امريکا متحده ايالاتو د کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ولوبيږي.

نوموړي له هندي کرکټ بورډ څخه د مخه ښې په وخت کې له يادي ادارې مننه وکړه چې د ای پي ایل په څېر ليګ او نور کیمپونه يې د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو په موخه وخت په وخت برابر کړي دي، انموکت BCCI په نړۍ کې بې مثاله بورډ ياد کړ.

انموکت چاند د هند په کورني، فرسټ کلاس، ليسټ اې، داخلي شل اوریزه او ای پي ایل ليګ کي د راجستان او ممبۍ لپاره لوبې ترسره کړي دي.

ياد لوبغاړي په کال ۲۰۱۲ کې د نړيوال جام پر مهال د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر وو چي پايلوبه کې يې اسټراليا ته په ماتي ورکولو سره خپل هيواد د جام اتلولۍ ته ورساوه، خو اوس دغه لوبغاړي د امريکا کرکټ لوبډله کې د لوبېدو پرېکړه کړې ده.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …