خپلواک وېبپاڼه (۲۳ نومبر ۲۰۱۹): د اسټراليا او پاکستان ترمنځ په لومړۍ ټېسټ سيالي کې د اسټراليا لپاره ډیويډ وارنر او مارنوس لابوسچاګني په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې د پاکستان پر وړاندې د اسټراليا منډې يې ۵۸۰ ته ورسولې.
په دریمه ورځ د اسټراليا لومړۍ پاڼۍ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو پای ته ورسېده، چې اسټراليا پکې ۵۸۰ منډې وکړې او پر پاکستان يې ۳۴۰ منډې برتري ترلاسه کړه.
د اسټراليا لپاره مارنوس لابوسچاګني ۱۸۵، ډيويډ وارنر ۱۵۴، جو برنز ۹۷ او ميتيو وېډ ۶۰ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د پاکستان له لوري ياسر شاه ۴، شاهين شاه اپريدي او حارث سهېل ۲-۲، عمران خان او نسيم شاه ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
پاکستان د لوبې په پيل کې پچه ګټلې او لومړی يې توپوهنه غوره کړې وه، چې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې يې ۲۴۰ منډې وکړې. د پاکستان لپاره اسد شفيق ۷۶، اظهر علي ۳۹ او محمد رضوان ۳۷ منډې کړې وې، همدا راز د اسټراليا له لوري مچل سټارک ۴، پاټ کومنز ۳، جوش هازلووډ ۲ او ناتن ليون ۱ ويکټ ترلاسه کړې وه.
اسټراليا اوس پر پاکستان ۳۷۰ منډې برتري لري، چې لومړی به پاکستان ۳۷۰ منډې ترلاسه کوي او تر ۳۷۰ منډو ترلاسه کولو وروسته به د اسټراليا لوبډلې ته نوی هدف ټاکي.
د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د ټېسټ سيالۍ نن دریمه ورځ ده او دوه نيمه ورځ لوبه پاتې ده، خو اوسني حالت ته په کتلو سره دا ګرانه ده چې پاکستان دې ۳۷۰ منډې هم ترلاسه کړې، نو هدف خو لا ليرې خبره ده، خو بيا هم که پاکستان ۳۷۰ منډې ترلاسه کړې نو له هغه وروسته به د اسټراليا لوبډلې ته هدف ټاکي.