کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ اجراییه رییس ولسمشر ته: ملي پاڅون اعلان کړه
حامد شینواری

د کرکټ بورډ اجراییه رییس ولسمشر ته: ملي پاڅون اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواري په خپل یو پېغام کې ولسمشر محمد اشرف غني ته ویلي دي، چې ملي پاڅون دې اعلان کړي.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه په یو پوسټ کې لیکلي دي: ((ښاغلی ولسمشره! د ولس زور د خدای زور دی. ملي پاڅون اعلان او د ګران افغانستان ګټونکي شئ.))

هغه د خوشحال خان خټک ځینې شعرونه هم لیکلي دي، چې د ازادۍ په اړه لیکل شوي دي او په پای کې یې دا هم لیکلي دي چې ((الله د غیرتي قومونو مرسته کوي.))

د یادولو وړ ده چې په هېواد کې داسې وضعیت رامنځته شوی دی، چې ټول خلک یې په تشویش کې کړې دي او هېڅوک نه پوهېږي، چې څه روان دي، تر ډېره پورې چارواکي هم به اوسني روان وضعیت باندې خاموشه دي.

همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې هم بېلا بېلې اوازې خپرېږي، ځینې خلک د ولسمشر د استعفا، ځینې د موقت حکومت او ځینې هم د اوربند خبرې کوي، خو تراوسه پورې د هېڅ ډلې له خوا هم په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي او حالت ګونګ دی.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …