کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ګراهام: په افغانستان کې طالبان د امریکا په ګټه نه دي
لینډسی ګراهام

ګراهام: په افغانستان کې طالبان د امریکا په ګټه نه دي

د امریکا مشهور سناتور لینډسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو واک د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې  ویلي دي، چې د طالبانو له خوا د افغانستان نیول د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دي، ځکه دا ډله له القاعدې او اسلامي دولت سره خواخوږي لري. هغه دا هم ویلي دي چې له افغانستان څخه زموږ هېواد ته د ګواښ مسئله به د وخت په تېرېدو سره معلومه شي.

لینډسي ګراهام په خپلو ټویټونو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په پرېکړه هم نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې غېر مشروط وتل د بشپړ سقوط په معنا دی.

هغه د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه هیله کړې ده، چې په خپله پرېکړه دې یو ځل بیا غور وکړي. هغه وايي چې د امریکايي ځواکونو د هوايي ملاتړ په مرسته افغان ځواکونو د طالبانو سره مقاومت کاوه.

د یادولو وړ ده چې جو بایډن څو ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي و، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په پرېکړه باندې پښېمانه نه ده. اوس که څه هم د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ په قطر کې خبرې روانې دي، خو ویل کېږي چې طالبانو د ۱۷ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …