کورپاڼه / خبرونه / د محمد نبي خېریه بنسټ د بېځایه شویو هېوادوالو سره مرسته وکړه
محمد نبي

د محمد نبي خېریه بنسټ د بېځایه شویو هېوادوالو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي خېریه بنسټ یو ځل بیا د بې وزله هېوادوالو مخنیوي ته راوړاندې شوی دی، چې په دې سخت وخت کې یې د خلکو لاسنیوی کړی دی.

د یاد بنسټ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: ((د نبي خیریه بنسټ د وروستیو جګړو له څه باندې اویا کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. دغه مرستې د کابل په سرای شمالي او د نوي ښار پر بې ځایه شویو خلکو وویشل شوې.))

دوی همدا راز زیاتوي: ((موږ غوښتل جې د تېرو مرستو په شان یو ځل بیا هم له بې ځایه شویو سره د خوراکي توکو مرستې وکړو، خو دا چې زیاتره بې ځایه شوي لا د اوسېدو لپاره حتا خیمې هم نه لري او د تودوخې تر ۳۵ درجې ګرمۍ کې اوسیږي، زیاتره کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره پیسو ته اړتیا لري، نو ځکه موږ هم وپتیله چې مستحقو کورنیو ته په لاس کې شته مرستې په نغده توګه ورسو.))

دوی وايي: ((بله دا چې د سلام  روغتیايي کلنیک د ډاکټرانو په مرسته مو تر ۳۰۰ ډېرو ناروغو ماشومانو کتنه او پر هغو اړین درمل هم وویشل، چې مننه ترې کوو.))

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: ((د خېرښېګڼې په دغه کار کې د محمد نبي خیریه بنسټ سره ملګري شئ. زیاتره کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې دا ټول یوازې د نبي خیریه بنسټ پر وس پوره نه دي. نو ستاسو ملتیا د بنسټ پیاوړتیا او د خلکو په سوکالۍ کې خپل ځای لري.))

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …