کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ایمل ولي خان: تاریخ به هغه افغانان معاف نه کړي چې د جمهوري حکومت او ملي اردو سره نه ودرېږي
ایمل ولي خان

ایمل ولي خان: تاریخ به هغه افغانان معاف نه کړي چې د جمهوري حکومت او ملي اردو سره نه ودرېږي

د کوزې پښتونخوا د ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر اېمل ولي خان وايي، چې تاریخ به هغه افغانان ونه بخښي، کوم چې د خپل حکومت او ملي اردو سره ونه درېږي.

نوموړي په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ کړی دی او درې برخې کسان یې یاد کړي دي، چې دا افغانان به تاریخ هېڅکله هم معاف نه کړي.

هغه لیکي: ((تاریخ به د افغانستان هغه سیاسي او نظامي چارواکي معاف نه کړي چې د خپل هېواد د حاکمیت او دفاع پر سر له دښمن سره معامله کوي.))

هغه زیاتوي: ((تاریخ به هغه افغانان هم معاف نه کړي چې له خپل منتخب جمهوري حکومت او ملي اردو سره نه ودرېږي. تاریخ به هغه افغانان ه معاف نه کړي چې خاموش دي.))

د یادولو وړ ده چې طالبانو د افغانستان شاوخوا ۱۷ ولایتونه نیولي دي او هلته یې هر څه تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، خو بلخوا حکومت په روان وضعیت باندې خاموش دی او چارواکو ولس ته کوم پرېکنده څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …