کورپاڼه / روغتيا / د ملنګا تخم یا دانې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ملنګا تخم یا دانې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د غذایي توکو کارپوهان وایي چې ملنګا تخم یا دانې د ویټامینونو، منرالونو او فایبرو لرونکې وي او د شېدو په پرتله یې د کلسیم کچه پنځه برابره او د سټریس مېوو په پرتله یې د ویټامین کچه اووه برابره ډېره ده.

د ملنګا تخم یا دانې د هډوکو لپاره زیانمن فاسفورس جذبوي او کلسیم یې بیا هډوکي پیاوړي کوي او زنک یې د خولې او غاښونو لپاره ډېر ګټور وي. دغه راز معده او کولمې پاکوي او د هضم لپاره ډېر ګټور وي.

د ملنګا په استعمال سره د انسولینو سیستم تر ډېره کار کولو ته نه مجبورېږي او د شکر له ناروغیو مخنیوی رامنځته کوي. لکه څنګه چې ملنګا د اومیګا تري فیټي اسیدو لرونکې وي، نو د زړه لپاره ګټور او د وینې بند شریانونه خلاصوي.

د بندونو له درد څخه مخنیوی کوي، د آرامه خوب لپاره ګټور وي، د بدن د پیاوړتیا سبب کېږي او ترڅنګ یې وزن هم کموي

د ملنګا تخم یا دانې د ژور خپګان په څېر د ناروغۍ درملنه کوي او د اومیګا تري شتون یې طبیعت ښه کوي، خو باید په یاد ولرو چې ماشومانو ته د ملنګا استعمال ښه نه دی ګڼل شوی.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …