کورپاڼه / جالب / په زړه پورې: په اندونیزیا کې یوه شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

په زړه پورې: په اندونیزیا کې یوه شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

نړۍ له دا ډول پېښو او واقیعتونو څخه ډکه ده، چې یو شخص دې مینه له یو سره وکړي او واده له بلې سره، خو په دې وروستیو کې په اندونیزیا یوه په زړه پورې واقعه رامنځته شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې تېره میاشت د اندونیزیا په لویدیځ ایالت نوګاتینګار کې د کورک اکبر په نوم د یو شخص، چې شل کاله عمر لري، له خپلې کوژدې سره واده وکړ او په دې موقع د هغه معشوقه هم د واده مراسم ته ورغله.

د کورک معشوقې د هغه میرمنې ته د خپلې اړیکې په اړه ورته وویل او د واده غوښتنه یې وکړه، چې ناوې هم له خپلې اړیکې انکار وکړ او د خپل خاوند معشوقې ته یې هم د واده اجازه ورکړه او دواړو پر یو وخت ورسره واده وکړ.

د کورک اکبر کوژدنه وایي، چې د خاوند معشوقه یې د ټولنیزې رسنۍ له لارې خبره شوې وه او له هغې وروسته زموږ د واده مراسمو ته راغله.

راپور زیاتوي کله چې د کورک میرمنې د هغه معشوقې ته د واده کولو اجازه ورکړه، نو د هلک کورنۍ ډېره حیرانه شوه او هغوی هم د واده اجازه ورکړه.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …