کورپاڼه / خبرونه / افريقايي لوبغاړی نړيوال جام کې د نمیبیا په ګټه لوبيږي

افريقايي لوبغاړی نړيوال جام کې د نمیبیا په ګټه لوبيږي

د سويلي افريقا الراونډر لوبغاړی ډيويډ ويس راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې د نمیبیا په لوبډله کې د دې هيواد په ګټه لوبې کوي.

افريقايي الراونډر لوبغاړي پرېکړه کړې، چې شل اوریزه نړیوال جام کې د لوبېدو هيلې د نميبيا هيواد په لوبډله کې پوره کوي او د افريقا له کرکټ لوبډلې څخه فاصله اخلي.

ياد ۳۶ کلن الراونډر لوبغاړي د سويلي افريقا لپاره شپږ يوه ورځنۍ او شل نړيوالي شل اوریزه لوبې کړي دي او ټولټال څلور کلونه د دې هېواد په ګټه په نړيوال کرکټ کې پاته شوی دی.

ډيويډ ميچل ويس د افريقا له ښو الراونډرانو څخه دی، چې د ګڼ شمېر هيوادونو په ليګونو کې هم د مختلفو لوبډلو په ګټه لوبېدلی دی او لوبډلو ته يې ښې لاس ته راوړنې لرلي دي.

نميبيا په راتلونکې شل اوريز نړيوال جام کې په لومړي پړاو کې د اته لوبډلو په کتار کې ده، دا به د لوبو پر وخت جوته شي چې ډيويډ ويس د دغه هېواد لپاره څه لاس ته راوړي او دا هېواد تر دوولس خاصو لوبډلو ته رسوي او که پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …