کورپاڼه / اسعار / امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې ټول ریکارډونه مات کړل

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې ټول ریکارډونه مات کړل

امریکایي ډالر، چې له څو ورځو راهیسې مخ په بره روان دي او هره ورځ یې په نرخ کې ډېروالی راځي، نن یې ټول ریکارډونه مات کړل او لا هم مخ په برخه روان دي.

نن سهار د سرای شهزاده د فیسبوکپاڼه پر اساس یو امریکایي ډالر په ۸۳ افغانیو و، چې یو ساعت وړاندې بیا په ۸۴ او اوس په ۸۶ افغانیو دي، چې په دې سره یې په یوه ورځ کې د ډېر زیات پورته تګ ریکارډ هم مات کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسد د میاشتې له ۱۵ نېټې راهیسې جګړو زور اخیستې او ترڅنګ یې د همدې میاشتې د ۱۶ نېټې راهیسې هم د امریکایي ډالرو په نرخ کې ډېروالی راروان دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ چې د اسد میاشتې له ۲۰ نېټې سره سمون خوري، یو امریکایي ډالر په ۸۰.۵۵ افغانیو و، چې بیا د پنجشنبې په ورځ ۸۱ افغانیو او د همدې ورځې په پای کې ۸۲ افغانیو ته پورته شول.

د یادولو وړ ده، چې د اسعارو بیې د ورځې په جریان کې تغیر هم کولی شي او پورته ټول نرخونه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې ترلاسه شوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …