کورپاڼه / روغتيا / هیل د ژور خپګان او نورو دماغي او رواني ناروغیو لپاره ګټور وي

هیل د ژور خپګان او نورو دماغي او رواني ناروغیو لپاره ګټور وي

کوچني هیل یا لاچي چې په عام ډول په هر کور کې استعمالېږي او د نړۍ په ټولو هیوادونو کې په آسانۍ سره موندل کېږي، چې کارول یې بې شمېره روغتیایي ګټې لري.

له خوراک وروسته د بادیانو او هیل ترکیب، چې د دواړو اندازه برابره وي، استعمال کړئ نو په هضم کې به ډېر ګټور تمام شي. تېزابیت ختموي، د کمزورۍ احساس کموي او د چاغښت او خېټې غټوالي کې ګټور وي.

که چېرته د بدهصمۍ ستونزه لرئ او سر مو درد کوي نو په شنو چایو کې هیل یا لاچي واچوئ، ویې څښئ نو ګټور به تمام شي. دغه راز هیل د خولې لیاړې ډېروي چې د هضم لپاره ډېر ګټور وي.

که چېرته د خولې بدبویۍ لرئ او له ډېرو هڅو سربېره بیاهم له یادې ستونزې سره مخ یئ، نو هیل یا لاچي وکاروئ، ځکه چې دغه توکی د بکتریا ضد خاصیت لري او په دې سره د خولې بوی ښه کوي.

لکه څنګه چې د خولې بدبويي د هضم د ستونزو په سبب وي، نو هیل هضم ښه کوي او دغه بدبویي ختموي. که چېرته هر سهار په نهاره د شنو هیلو پوډر نیمه کاچوغه وخوړل شي نو د بدن هغه بوی چې د خولو په سبب وي، ختموي.

بل لوري ته هیل په سږو کې د وینې جریان تېزوي او د نزلې، زکام، ټوخي او د ساه لنډۍ په څېر د ناروغیو لپاره ګټور تمامېږي او د بلغم په ایستلو کې هم مرسته کوي او د هیل پوډر په ورځ کې دوه یا درې ځلې کارول د ژور خپګان او د نورو دماغي او رواني ناروغیو لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …