کورپاڼه / خبرونه / ولسمشر غني:د هېواد له حالت څخه خبر دی؛ مشورې روانې دي او ژر به یې پایلې له ولس سره شریکې شي
اشرف غني (2)

ولسمشر غني:د هېواد له حالت څخه خبر دی؛ مشورې روانې دي او ژر به یې پایلې له ولس سره شریکې شي

ولسمشر اشرف غني وایي چې د هېواد له حالت څخه خبر دی، قومي مشرانو، مخورو، جهادي مشرانو او نړیوالو سره مشورې پیل کړي او ژر به یې پایلې له ولس سره شریکې کړي.

ولسمشر اشرف غني پخپل لنډ پیغام کې چې د ارګ له فیسبوکپاڼې خپور شوی، د روان حالت په اړه خبرې کړي او ویلي دي چې زموږ هېواد د تپل شوې جګړې په سبب د بې ثباتۍ له خطر سره مخ دی.

هغه د هېوادو له ټول امیني ځواکونو مننه کړې، د شهیدانو کورنۍ ته یې تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د روغتیا غوښتنه کړې. دغه راز هغه وایي چې بېځایه شوو هېوادوالو ته به لازمه رسېدګي وکړي.

ولسمشر له ټول امیني او دفاع ځواکونو څخه د هغوی د مېړانې قدردانی وکړ او له ولس څخع یې هم مننه وکړه چې ترڅنګ یې ولاړ دی. هغه زیاته کړه چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په انسجام یې کار پیل کړی.

غني هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ولسمشر په توګه به د وژنو، خشونت او بې ثباتۍ مخنیوی کوي او له شل کلنو لاسته راوړنو دفاع یې خپل تاریخي مسولیت ګڼلی.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …