کورپاڼه / خبرونه / په کویټه کې پاکستاني سیاستوال د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ولایتونو په نیولو مټایان وېشي

په کویټه کې پاکستاني سیاستوال د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ولایتونو په نیولو مټایان وېشي

که څه هم پاکستان په ښکاره ډول په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ نه کوي، خو ځینې سیاسي ډلې یې د طالبانو پرمختګ ته خوشحاله دي او د هغوی له لوري د ولایتونو په نېولو سره مټایان وېشي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه کې پرون د جمعې په ورځ د جععیت علماء اسلام ګوند مشران راټول شوي ول او په ټولنیزو رسنیو یې داسې عکسونه خپاره شوي، چې هغوی د طالبانو د پرمختګ په خوشحالۍ کې مټایان وېشي.

بي بي سي د اروپا پریس فوټو خبري اژانس په حواله وایي، چې د حمعیت علماء اسلام مذهبي ګوند مشران په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ولایتونو په نېولو خوښ دي او یو پر بل مټایان وېشي.

راپور زیاتوي چې په دې راټولېدنه کې د یاد ګوند غړو هر یو مولانا عبدالستار لوڼي او سید عبدالستار چشتي او نورو ګډون درلود. په دې لړ کې د نوان په کلي کې غونډه جوړه شوه، چې له مخې یې د طالبانو په پرمختګ د خوښې څرګندونې وشوې.

د یادولو وړ ده چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر له لومړیو د طالبانو ملاتړی دی، هغه لومړی د (فضل الرحمن ډلې) غړی و، خو کله چې د هغوی او طالبانو ترمنځ اړیکې سړې شوې، نو د ځینو کسانو په مرسته یې د جمعیت علماء اسلام ګوند جوړ کړ.

دا هم ولولئ

اشرف غني ۱

تازه خبر: اشرف غني هم د ا.ا ملاتړ وکړ او له نړیوالو یې د دوی په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ډېر وخت وروسته یو ځل بیا په خپله …